د ایران ولسمشر: ملګرو ملتونو خپل اغېز د لاسه ورکړی او امنيت شورا خپله دنده نه ترسره کوي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي په اسلام اباد کي يوې خبري غونډي ته ويلي، چي د ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو خپل اغېز د لاسه ورکړی او امنيت شورا هم خپل مسوليت نه تر سره کوي.
ایرانی ولسمشر، چي نن دوشنبه اسلام اباد ته په يوه رسمي سفر تللی، د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف سره يې يوې خبري غونډي ته یادي څرګندوني کړي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د غزې جګړې ته په اشارې وويل: «د فلسطین خلک له نسل وژني او ماشوم وژني څخه چي د امریکا او ملګرو هیوادونو په ملاتړ د اسراییلو له خوا ترسره کیږي ستړي سوي دي.»
د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او بشري سرچینو په ګډون په بېلابېلو برخو کي د همکاریو اته سندونه لاسلیک سول.
ابراهیم رییسي وویل: «ایران ظالمانه بندیزونه په فرصتونو بدل کړل او له دغو فرصتونو څخه یې د هیواد د پرمختګ لپاره استفاده وکړه. موږ چمتو یو چي خپلي تجربې د پاکستان له خلکو سره شریکې کړو.»
په دغه کتنه کي د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د غزې په اړه د ایران د دریځونو ستاینه وکړه او له اسلامي هیوادونو یې وغوښتل، چي په دې لاره کي سره متحد سي.