د ایران په بندرعباس ښار کي، د شهید رجايي په بندر کي د چاودني د زخميانو شمېر ۴۰۶ تنو ته رسېدلی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چي دغه چاودنه د ګازو د زېرمه کولو په تاسیساتو کي رامنځ ته سوې، چي شاوخوا ودانیو او لېږدونکو وسایطو ته ئې هم پراخ زیان اړولی دئ.
ورته‌مهال، ایراني رسنیو هم راپور ورکړی، چي د دغې چاودني له امله تراوسه څلور تنو ژوند د لاسه ورکړی دئ.