د ایران په جنوب کي لږ تر لږه درې پاکستانیان هغه مهال مړه او ۴۸ نور ټپیان سول چي د سپرلۍ بس یې له یوې لارۍ سره ټکر سو

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، د بس سپرلۍ د اربعین په مذهبي مراسمو کي له ګډون کولو وروسته له عراق څخه پاکستان ته روان وه.

په بس کي د سپرو کسانو کره شمېر نه دی اعلان سوی، خو د فارس ولایت د سرې میاشت ټولني د ژغورني او مرستو د چارو مرستیال وايي، چي پېښه د یکشنبې په ماښام د سیرجان-نیریز په سړک کي سوې ده.

دا پېښه یوه اوونۍ وروسته له هغه کيږي چي په ورته پېښه کي ۲۸ پاکستاني وګړي په ایران کي مړه سول. هغوی هم د اربعین په مراسمو کي د ګډون لپاره عراق ته تللي وه.

د ایرنا د راپور پر اساس، کابو ۲۵زره پاکستانیان د اربعین په مراسمو کي د ګډون لپاره ایران ته ورغلي دي.