د ایران په یزد کي ۳۱ سوداګریز مرکزونه د ناقانونه کډوالو د ګمارلو له امله تړل سوي دي

په ایران کي د یزد روغتیایي مرکز د مسلکي او چاپیریال روغتیا څانګي مشر ویلي، چي د خوراکي توکو د چمتو کولو او وېشلو مرکزونو په ګډون ۳۱ سوداګریزي اتحادیې د ناقانونه کډوالو د ګمارلو له امله تړل سوي دي.

تر دې مخکي ایران په سوداګریزو ځایونو کي د افغانانو پر ګومارلو بندیز لګولی وو.

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخي د یزد د روغتیا مرکز د کار او چاپېریال د روغتیا څانګي مشر ویلي، پر دغو سوداګریزو اتحادیو د مهر لګول د ایران د قضايي چارواکو په حکم ترسره سوی دی.

په ایران کي هغه کسان چي له قانوني اسنادو پرته دغه هیواد ته ورځي د ناقانونه بهرنيو وګړو په نوم یادیږي.

ډېری دغه کسان افغان کډوال دي چي د ایران بېلابېلو ولایتونو ته د کار لپاره ځي.