د ایس ای وي د ځانګړو قضيو افغانان د ټرمپ په بنديز کښي شامل نه دي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۱۲ هيوادونو پر وګړو امريکا ته د تګ بنديز لګولی دئ.
امريکا ته د افغان کډوالو د لېږد د بنسټ مشر شان وانډاريو وايي چي د امريکا د ځانګړو ويزو د قضيو لرونکي افغان کډوال د ډونالډ ټرمپ په بنديز کښي شامل نه دي.
د هغه په خبره هغه افغانان چي افغانستان کښي د امريکايي ځواکونو سره کار او همکاري کړې ده اوس هم کولای سي، چي د Siv له پاره خپل غوښتنليکونه وسپاري.