د ا.ا د مشرتابه د امر مطابق په جنوبي ولایتونو کي د تاریاکو د خرڅولو بازارونه وتړل سول

په ځینو ویډیوګانو کي امنیتي کسان د هلمند د سنګین ولسوالۍ په شرافت بازار او ګرمسېر ولسوالۍ کي دوکاندرانو ته وایي، چي نور په بازار کي د تاریاکو خرڅول بند کړي.
خلکو ته خبر ورکول سوی چي د ا.ا د حکم پر اساس که له هر چا سره تاریاک ونیول سي محکمې ته معرفي کیږي او تاریاک یې سوځول کیږي.
د سنګین ولسوالۍ اړوند شرافت بازار په جنوب کي د تاریاکو د خرڅولو تر ټولو لوی بازار ګڼل کیږي.
که څه هم د تاریاکو د کاروبار د بندېدو په اړه څو میاشتي مخکي لا خبر ورکول سوی وو خو ډېر ټینګار ورباندي نه کېدی او دا ځل خلکو ته په جدي ډول خبرداری ورکول سوی.