د ا.ا. مشرتابه په یوه فرمان کې ویلي، امارتي مسولین او منسوبین شرعاً مکلف دي، چې په خپل لمانځه پابند وي او په ټاکل سويو وختونو کې لمونځ له جماعت سره وکړي

د ا.ا. مشرتابه په یوه فرمان کې ویلي، امارتي مسولین او منسوبین شرعاً مکلف دي، چې په خپل لمانځه پابند وي او په ټاکل سويو وختونو کې لمونځ له جماعت سره وکړي.

په دې فرمان کې راغلي؛ که امارتي منسوب او یا مسول له موجه عذر پرته لمونځ په جماعت سره ادا نه کړي په لومړي قدم کې د اړوند وزارت یا ادارې د دعوت او ارشاد مسولینو له لوري ورته توصیه کیږي او د تکرار په صورت کې د اړوند وزارت یا ادارې مسول ته ورپېژندل کيږي.

د یاد فرمان پر اساس؛ اړوند وزارت یا اداره موظف ده، چې د جماعت د لمانځه پرېښېدونکی له حنفي فقهې سره سم په مناسب شکل تعزیر کړي.

دغه راز دې فرمان کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مکلف بلل سوی، چې د لمانځه د اقامې په تړاو په فرمان کې ذکر سوې ضمیمې خلکو ته په مکرر ډول بیان کړي.