د ا.ا ټول وزیران ممنوع الخروج اعلان سوي دي

راپورونه وایي د ا.ا مشرتابه ملا هیبت الله اخندزاده د حکومت ټول وزیران ممنوع الخروج اعلان کړي او هیڅ وزیر یا لوړپوړی چارواکی د هغه له دفتر څخه له مستقیمي اجازې پرته بهر سفر نه سي کولای.
یاده پرېکړه په داسي حال کي کېږي چي له څو ورځو راهیسي د حکومت د ځینو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو د زیاتېدو راپورونه خپرېږي.
تازه په یوه ږغیز کلپ کي د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزي چي له افغانستانه بهر دی، پر ملا هیبت الله نیوکي کړي دي.
راپورونه زیاتوي، د ا.ا مشر شک لري چي د دوی ترمنځ اختلافاتو ته له بهره لمن وهل کېږي او بېره لري چي د جرمونو نړیوالي محکمې له لوري د هغه او د عبدالحکیم حقاني د نیول کېدو له امر صادرېدو وروسته به دا اختلافات لا ډېر سي.