د ا…ا ځواکونو د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړي

د ملي دفاع وزارت ویلي چي د پاکستان د بریدونو په غبرګون کي سرحدي ځواکونو د فرضي کرښي په اوږدو کي د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
دفاع وزارت پر خپله ایکس ‌پاڼه په پوځي جامو کي د سرپرست دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد تصویر خپور کړی او لیکي، چي د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تیری کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کي به له خپلي مځکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.
پاکستان تېره شپه په خوست او پکتیکا کي د ملکیانو پر کورونو بریدونه کړي چي له امله یې پنځه ښځي او درې ماشومان شهیدان سوي دي.
پاکستاني رسنيوو ليکلي چي پاکستان د ناقانونه وسله والي ډلي، تحريک طالبان پاکستان يو قوماندان عبدالله شاه کور په نښه کړی دی.
خو تحريک طالبان پاکستان او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په جلا جلا خبرپاڼو کي دا رد کړې او وايي، چي په بمبارۍ کي ۸ ولسي وګړي وژل سوي چي ښځي او ماشومان دي.