د بامیان د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټبال پیل سوي سیالۍ د بهارآزادي لوبډلي په بریا پای ته ورسېدې

د بامیانو د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، چي په یاد ولایت کي د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټبال پیل سوي سیالۍ د بهارآزادي لوبډلي په بریا پای ته ورسېدې.

د بامیانو د فوټبال فدراسیون مسوول محمد عظیم سعادت وايي، دغه سیالۍ د یاد ولایت په مرکز کي پیل سوي وې، چي پای لوبي ته د بهارآزادي او ذوالفقار لوبډلو لار پيدا کړې وه، بهار آزادۍ خپلي سیالي لوبډلي ته په ماتي ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پېژندل او ځوانان ورزش ته هڅول ښودل سوي دي.