د بحران نړیوال ګروپ: په افغانستان کي به يو ځل بيا د کوکنارو کښت ډېر سي

د بحران نړیوال ګروپ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه یوه څېړنه کړې او حکومت ته يې خبرداری ورکړی چي که په افغانستان کي بنسټيزي پروژې عملي او د کار زمینه برابره نه سي، امکان لري چي په دې هیواد کي یوځل بیا د کوکنارو کښت ډېر سي.

د نړیوال بحران ګروپ یو راپور وایي، د کوکنارو له کښت سره د طالبانو مبارزې او د دې پرېکړي اقتصادي پايلو ته کتنه سوې ده.

په دې څېړنه کي د حکومت له‌خوا د کوکنارو د کښت ویجاړولو پروګرام په وروستۍ پېړۍ کي په نړیواله کچه بې‌ساري ګام بلل سوی، خو په دې څېړنه کي پر دې ټکي هم ټينګار سوی چي د خلکو لپاره به د دې پرېکړي اقتصادي پايلي د زغم وړ نه وي.

د بحران نړیوال ګروپ د ملګرو ملتونو د اسنادو له مخي موندلې چي پخوا په افغانستان کي د کوکنارو په کښت کي یونیم ميلیون خلکو په وقفه‌يي ډول کار کاوه او سلو زرو خلکو ته په دايمي ډول د کار زمینه برابره وه، خو له کومي ورځي راهيسي چي د کوکنارو کښت منع سوی، د دې خلکو ډېره برخه بې کاره سوي دي.