د بخښني نړیوال سازمان: له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دي بنده سي

پاکستاني رسنۍ وایي، چارواکو او اړوندو ادارو ته امر کړی چي د کډوالۍ د موقتي اوسیدلو کارت (اې سي سي) لرونکو افغانانو د اوسېدو ځایونه په نښه کړي.
د چارواکو په حواله ټاکل سوې چي د کډوالو د ستنولو دوهم پړاو د دوبي په موسم کي پیل سي.
د راپورونو له مخي، د کډوالۍ د موقت کارت لرونکو د سروې له بشپړېدو سره ښايي دغو کډوالو ته له پاکستان څخه په خپله خوښه د وتلو لپاره یوه میاشت وخت ورکړل سي.
د بخښني نړیوال سازمان وايي، چي د اسلام اباد له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام د ډېرو افغانانو ژوند د ګواښ سره مخامخ کوي.
دغه سازمان له نړیوالي ټولني څخه غوښتي چي په پاکستان کي د افغان کډوالو د بیا میشت کېدو د غوښتنلیکونو د دوسیو څیړل دي چټک کړي.
دغه راز غوښتنه سوې چي د پاکستان حکومت باید په ډله ییز ډول د افغان کډوالو شړل بند کړي اود کډوالو له حقونو څخه د نړیوالو قوانینو پر اساس ساتنه وکړي.
پاکستان د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کي د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو لومړی پړاو پیل کړ چي په ترڅ کي یې په پاکستان کي د میشتو د کډوالۍ د اسنادو نه لرونکو ۱.۴ میلیونو افغانانو له ډلي څخه څه باندي ۵۰۰ زره افغانستان ته ستانه کړل.