د بخښني نړیوال سازمان وايي، د پاکستان حکومت دي ژر تر ژره ټول نیول سوي افغان کډوال خوشي کړي

د بخښني نړیوال سازمان امنیستي انټرنشنل جنوبي آسیا څانګي د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي نوی کال په اسلام آباد کي د افغان کډوالو لپاره له بیري او اندیښنې سره مل وو ځکه پولیسو د شپې چاپې او ځوروني پیل کړي او په سلګونو افغان کډوال یې په غیرقانوني توګه توقیف کړي دي.
امنیستي انټرنشنل له پاکستاني چارواکو غوښتي چي سمدستي نیول سوي کسان خوشي کړي او هغه نوې پالیسي لغوه کړي چي له مخي یې په پلازمینه کي د پاتیدو لپاره د NOC په څیر د اضافي اسنادو غوښتنه کوي.
د دې سازمان په وینا دا له خطرسره مخ کسان له نور سرخوږي سره مخامخ کوي.
د راپورونو له مخي پاکستاني پولیسو په وروستیو څو اونیو کي په اسلام آباد کي په سلګونو افغان کډوال نیولي دي.