د بخښني نړیوال سازمان وايي، پاکستان دي د کډوالو د اېستلو پلان لغوه کړي

د سویلي اسیا لپاره د بخښني نړیوال سازمان په یوه تازه کمپاین کي له پاکستانه غوښتي، چي د افغان کډوالو د جبري ایستلو پلان لغوه کړي.
دغه سازمان زیاته کړې، چي دا کمپاین یې په پاکستان کي په ناقانونه توګه د ایستلو له ګواښ سره د مخ شویو افغانانو د ږغ پورته کولو، د دوی د بشري حقونو د دفاع او په بېړنۍ توګه د جبري ستنولو بهیر درولو لپاره د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه پيل کړی دی.
د بخښني نړیوال سازمان د جنوبي آسیا مرستیال بابو رام پانت زیاته کړې، هغه افغانان چي د طـ.البانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي، په ځانګړي ډول ښځي، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، هنرمندان او پخواني چارواکي له جدي خطر سره مخ دي او ټینګار کوي چي پاکستان باید د دوی جبري اخراج بند کړي.
پاکستان د تېري مارچ میاشتي ۳۱ مه په خپله خوښه ACC کارت لرونکو افغانانو ته وخت ورکړ، چي له پاکستان څخه ووځي، چي د یادي مودې له پوره کېدو سره سم پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او اخراج پراخ عملیات پیل کړي دي.
تازه پاکستانۍ رسنۍ وایي په راولپنډۍ کي د افغان کارت لرونکو کډوالو نیول پيل سوي او لسګونه نیولي کسان یې د کډوالو کمپ ته لېږدولي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *