د بخښني نړۍوال سازمان: د افغانستان د رسنيو آزادي ورڅخه اخېستل سوې ده

د بخښني نړۍوال سازمان د رسنيو د آزادۍ د نړۍوالي ورځي په مناسبت په خپاره سوي بيان کي ويلي دي، چي په افغانستان کي د رسنيو آزادي د رسنيو څخه ط…البانو اخېستي ده. په دغه بيان کي ويل سوي دي، چي افغانستان اوس مهال هغه هيواد دئ، چي د رسنيو آزادي پکښي خوار ځپل سوې ده او ان رسنۍ د يوه انتقادي راپور او خبر د نشرولو توان هم نه لري.
دغه سازمان د افغانستان په رسنيو کي د ژوندي موجوداتو د انځور پر خپلو پر بنديز او د ط…البانو له خوا د رسنيو سانسور ته په اشاره ويلي دي، چي د ط…البانو تر واک لاندي افغانستان لا هم د رسنیو د آزادۍ په برخه کي یو له بدترینو هیوادونو څخه دئ.
په بيان کي راغلي دي، چي په افغانستان کي په ناقانونه ډول هغه خبریالان نيول کېږي او شکنجه کېږي، د ټولني د ضروت او غوښتنې په اساس انتقادي او څېړنيز راپورنه خپروي.
د يادوني وړ ده چي د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت څخه تر ۲۰۲۴ کال پوري په افغانستان کي د ط…البانو له‌خوا د ۳۳۶ خبریالانو او رسنیو کارمندانو نيول کېدو او سزا ورکول خبر ورکول سوی دئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *