د بخښني نړۍوال سازمان د ايران څخه غوښتي چي د افغان کډوالو د ايستلو بهير و دروي

د بخښني نړۍوال سازمان په خپل تازه پيل سوي کمپاين کي د ايران د حکومت څخه غوښتي، چي افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج لړۍ دي و ځنډوي.
دغه سازمان ويلي، چي افغانستان کي لا د ښځو او نور بشري حقونه خوندي نه دي او بايد کډوال ورته و نه لېږدول سي.
د‌ دغه سازمان په وينا چي هغه افغان کډوال بايد ايران کي خوندي پاته سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ وروسته د خطر له امله ئې افغانستان پريښی او ايران ته تللي دي.
هغوی وايي چي د دغه ډول خطر سره د مخ افغانانو شړل د نړۍوالو د کډوالۍ د اصولو او بشري حقونو سره په ټکر کي دي.
د بخښني نړۍوال سازمان په ټوله نړۍ کي د‌بشري سازمانو او مدني فعالانو غوښتي، چي د ایران د کورنیو چارو وزارت ته لیکونه واستوي، څو د ملیونو افغانانو د ايستلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړي.

بايد وويل سي، چي د نړۍوالو د غوښتنو سربېره ایران د افغان کډوالو ايستل نه دي بند کړي. افغان کډوال يوازي د ايران څخه د ايستلو د ګواښ سره نه دي مخ؛ بلکي د ایراني چارواکو له بد چلند سره هم مخامخ دي