د بخښني نړۍوال سازمان د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي ط..البانو په منظم ډول افغان نجوني او ښځي له ټولنیز ژوند او اساسي حقونو بېبرخي کړي دي.
دغه سازمان له نړۍوالي ټولني غوښتي چي د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب له پاره جدي اقدام وکړي.
په بیان کي راغلي چي ط..البانو د ښځو او نجونو پر کار، زدهکړو او نورو فعالیتونو پراخ بندیزونه لګولي، چي له امله ئې د هغوی انساني کرامت ته سخت زیان رسېدلی دئ. د بخښني نړۍوال سازمان غوښتنه کړې چي نړۍواله ټولنه باید د دې محدودیتونو پر وړاندي غبرګون وښيي او ط..البان حساب ورکولو ته اړ کړي.
د ط..البانو د واکمنۍ له پیل راهیسي، د ښځو پر وړاندي لسګونه محدودیتونه وضع سوي. افغان ښځینه فعالاني هم له نړۍوالو غواړي چي پر ط..البانو سخت فشارونه راولي څو د ښځو پر وړاندي روان محدودیتونه پای ته ورسیږي