د بخښني نړۍوال سازمان: ط..البانو د ښځو ټول حقونه تر پښو لاندي کړي دي

د بخښني نړۍوال سازمان په خپره سوې اعلاميه کي ويلي دي، چي ط..البانو د ښځو ټول حقونه تر پښو لاندي کړي او هڅه کوي ښځي نور هم د خپلو حقونو څخه بې برخي کړي.
دغه سازمان د ط..البانو له خوا د ښځينه ليکوالانو د تدريس پر کتابونو باندي بنديز غندلی دئ او په خبره ئې چي ط..البان هڅه کوي د ښځو ږغ ورک کړي.
په اعلامیه کي ويل سوي:« دا چي ط..البانو په پوهنتونونو کي د ښځينه لیکوالانو د کتابونو پر تدریس بندیز لګولی، دا د افغان مېرمنو د ږغ ورکولو یوه بله هڅه ده.»