ګارډین د بخښني نړیوال سازمان په حواله ویلي چي پر غزې د اسراییلو بریدونه د نړیوالو قوانینو له مخي نسل وژنه ده.
د بخښني نړیوال سازمان په راپور کي ټینګار سوی چي اسراییل په بې رحمۍ او پرله پسې توګه د غزې پر اوسېدونکو بریدونه کوي.
ګارډین ورځپاڼي همداراز زیاته کړې، د بخښني نړیوال سازمان راپور ښيي، چي د جنیوا د کنوانسیون له مخي اسراییل په ممنوع اعمالو کي لاس لري.
دا په داسي حال کي ده چي اسراییلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومي راهیسي پر غزې په خپلو بریدونو کي تر ۴۳ زره ډېر ملکي وګړي چي ډېری یې ښځي او کوچنیان دي، وژلي دي.
د ویلو ده چي په دې جګړه کي لسګونه خبریالان او مرستندوی کارکوونکي هم وژل سوي.