د بدخشان زېږنتون او روغتون یوه میاشت مخکي د بودیجې د نشتوالي له امله تړل سوی

په بدخشان کي ښځي وايي، چي د دغه ولایت روغتون د زېږون او نورو نسايي ناروغیو د درملني لپاره بسنه نه کوي.
دا مېرمني وايي چي رسېدنه نه ورته کېږي او په روغتون کي هم د ښځو ګڼه ګوڼه زیاته ده.
د راپورونو له مخي د بدخشان شپېته بستریزه زېږنتون او روغتون یوه میاشت مخکي د بودیجې د نشتوالي له امله تړل سوی.
دا چاره د دې لامل سوه چي د ولایت په سطحه یواځیني دولتي روغتون ته د ښځو مراجعه زیاته سي.
د بدخشان د ولایتي روغتون مسوول شفیق‌الله همدرد وايي، چي په ولایتي روغتون کي وضعیت ډېر کړکېچن دی.
د هغه په وینا، د روغتون نه یوازي چي امکانات یې کم دي بلکي د ډاکترانو له کمښت سره هم مخ دی.