د بدخشان مسوولین وایي، د یاد ولایت په یاوان ولسوالۍ کي د مځکي د ښویدو له امله درانه مالي زیانونه اوښتي دي

د مسوولینو په وینا، دا پېښه پرون د یاوان ولسوالۍ په «یدنیل» کلي کي سوې ده.

د بدخشان مسوولینو دا هم ویلي چي د دې مځکي ښویدني په پایله کي څو کورونه، یو مسجد، باغونه او لسګونه جریبه مځکه ویجاړ سوي دي.

ویل کېږي چي دا پېښه د زیات اورښت له امله سوې ده.

دا په داسي حال کي ده چي تازه د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندني ادارې په ۲۶ ولایتونو کي د اورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.

په بدخشان کي تر دې وړاندي هم د ورته پېښو له امله لسګونه هیوادوالو ژوند بایللی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *