د بدخشان ولايت په واخان ولسوالۍ کي د يوې ترافيکي پيښي له امله دوه تنو ژوند بايللى دى

چارواکو ويلي، چي دا پېښه تېره ورځ رامنځته سوې ده او په پایله کي يې يو بل تن ټپي سوى دى.

د دې ترافيکي پېښي کره لامل تر اوسه نه دى معلوم، خو په تېره يوه مياشت کي په ټول هیواد کي لسګونه ترافيکي پېښي رامنځته سوي دي.

د سړکونو خراب حالت او د موټر چلوونکو بې پروايي د دغو پېښو اصلي لاملونه بلل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *