د امریکا د زلزلهسنجۍ مرکز د افغانستان په شمالختیځ کي د یوې زلزلې د رامنځ ته کېدو خبر ورکړی دئ.
د دغه مرکز د معلوماتو له مخي، دا زلزله د پنج شنبې په سهار، د اسد میاشتي په ۱۶مه نېټه، شاوخوا د سهار ۳:۵۸ بجې د بدخشان ولایت ځیني برخي او د تاجیکستان او پاکستان له سرحدي سیمو سره نژدې سیمي لړزولي دي.
د زلزلې شدت ۴.۳ درجې د ریشتر ثبت سوی، او مرکز ئې د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کي، له جرم ولسوالۍ څخه ۳۹ کیلومتره سوېل ته ثبت سوی دئ.