د برښنا شرکت د ترکمنستان د انرژۍ له وزارت سره د ټاپ د پروژې د تطبیق په اړه د یوې تفاهم پاڼي د لاسیلکېدو خبر ورکوي

برښنا شرکت پرون پر خپله اېکس ‌پاڼه په یوه بیان کي وویل چي دا سند د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر سره د برښنا شرکت د رییس عبدالباري عمر د لیدني پر مهال لاسلیک سو.

ټاپ یوه لویه سیمه ‌ییزه پروژه ده چي د ترکمنستان برښنا افغانستان ته او له هغه ځایه پاکستان ته لېږدوي.

د برښنا شرکت بیان زیاتوي چي په تفاهم ‌لیک کي دواړه لوري په خپلو قلمروونو کي د دې پروژې د اړوندو تاسیساتو د جوړولو ژمنه کوي.