د بریتانیا حکومت په نامعلومو دلایلو د افغان محصلانو لپاره د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کال د چیونېنګ د تحصلي بورسونو سهمیه ځنډولې ده

د دې بورسیې پر رسمي ویبپاڼه لیکل سوي چي په نوي تعلیمي کال کي د افغان محصلانو د منلو د شرایطو پر څرنګوالي لا هم غور روان دی.

دې ادارې له هغو افغانانو څخه چي د دې بورسونو اخیستو ته لېوالتیا لري، غوښتي چي د نویو معلوماتو لپاره بیا بیا دې پاڼي ته ورسي.

چیونېنګ د برتانیا د حکومت یو نړیوال تحصیلي پروګرام دی چي د دې هېواد د بهرنیوچارو وزارت او ورسره همکاري ادارې یې تمویلوي.

د چیونېنګ یو کلن بورس د بېلابېلو هيوادونو د محصلانو لپاره د ماسترۍ دورې د زده ‌کړو امکان برابروي.

د راپورونو له مخي د سوریې، سودان او روسیې په څېر د نورو هيوادو محصلان تراوسه هم د دې بورسیو لپاره منل کيږي.