د برېښنا او اوبو نشتوالی د لوګر د عینک مسو کان  پروژې پر وړاندې يوه ستونزه بلل سوې

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د «اېم سي سي» په نوم د چینایي قراردادي شرکت د برېښنا او اوبو نشتوالی د د لوګر د عینک مسو کان  پروژې پر وړاندې يوه ستونزه بولي.

د دغه خبرپاڼي له مخي، د اېم سي سي شرکت مسوولینو دغه موضوع په چین کي د انرژۍ او اوبو له وزیر عبدالطیف منصور سره په لیدنه کي شریکه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چي دغه ليدنه چين ته د اوبو او انرژۍ وزير د سفر پر مهال سوې ده.

په لوګر کي د عینک مسو کان د هیواد په کچه یوه له سترو پروژو څخه دى، چي د تېر حکومت پر مهال یې له چینايي کمپنۍ سره خبري او قراردادونه سوي دي.

په ۲۰۰۸ کال کي د پخواني حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د چین له اېم سي سي شکرت سره د دغه کان قرارداد لاسلیک کړ.

په دغه قرارداد کي ټاکل سوې وه چي چينايي شرکت په لومړي پړاو کي په دې پروژه کي څه دپاسه دوه نيم مليارده ډالره پانګونه وکړي او د استخراج بهير به پيل سي.

خو تر اوسه د دې پروژې عملي کار د بېلابېلو دلایلو له امله نه دی پیل سوی.