د برېښنا شرکت د کندهار په ګډون د افغانستان په ټولو ولايتونو کي د خپلو مشتريانو څخه په دغه دوره کښي د برېښنا په بېلونو کي دا ځل ۲۰۰ افغانۍ اضافه غواړي. د برېښنا شرکت دغه اضافه پيسې د خپلو مشتريانو څخه د مېټرونو او د برېښنا د بکسونو د ساتني په موخه غواړي. د برېښنا شرکت له خپلو مشتريانو څخه غوښتنه کړې، چي په دغه دوره کښي دغه پيسې بايد تحويل کړي.
بايد وويل سي چي د برېښنا د بکسونو او مېټرونو د ترميم مسؤليت او ساتنه د افغانستان د برېښنا شرکت مسؤليت دئ، ځکه هرڅوک چي د برېښنا لپاره نوی مېټر اخلي هغوی اړوند ادارې ته د مېټر او د برېښنا په بکس کي د ځای اخېستلو له پاره پيسې له مخکي څخه تحويلوي.