د بشري مرستو ۲۲۰ لارۍ له مصر څخه غزې ته استول سوي دي

د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په دوهمه ورځ د بشري مرستو ۲۲۰ لارۍ نن دوشنبه له مصر څخه غزې ته واستول سوې.
د سینا په شمال کي د مصر د سرې میاشتي ټولني یوه چارواکي ویلي، چي په لسو لاریو کي سون توکي بار وه، دغه لارۍ د غزې په جنوب کي د کرم شالوم له سرحدي دروازې غزې ته داخلېږي.
دغه چارواکي ویلي، چي په ټوله کي په بشري مرستو بار ۳۰۰۰ لارۍ د فلسطینیانو دغه قلمرو ته د لېږلو لپاره چمتو دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې مشر د معلوماتو له مخي د یکشنبې په ورځ هم د بشري مرستو ۶۳۰ لارۍ غزې ته ورسېدې او له دې ډلي د بشري مرستو لږ تر لږه ۳۰۰ لارۍ د غزې شمال ته لېږدول کېږي.