د بشري چارو همکارې ادارې ويلي ،په هرات کي د زلزله ځپلو کسانو لاسنیوي ته دوام ورکوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په هرات کي له وروستۍ زلزلې څلور میاشتې وروسته هم د بشري چارو همکارې ادارې تر ټولو د ځپلو کسانو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

دغې ادارې په خپله ایکس شبکه لیکلي چي لا هم د غوښتل سوي بودیجې ۱۲۴ میلیونه او پنځه سوه زره امریکايي دالرو ته اړتیا ده چي له خلکو سره د دوی د ستونزو په دایمي حل کي مرسته وسي چي هغه د دوی د کورونو، کلیو او سرپناه جوړول دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي د هرات په زلزله کي له ۲۴۰۰ زیات کسان مړه سول، له لسو زرو زیات کورونه په بشپړ ډول ونړېدل او ۴۸ زره نور کورونه لږ او ډېر زیانمن سول.