د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان په یوه ترافیکي پېښه کي مړ سوی

چارواکي وایي، د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان په یوه ترافیکي پېښه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شیر احمد برهاني وایي، چي پېښه تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په اړوند سیمه کي رامنځ ته سوې.

هغه زیاتوي چي په پېښه کي ملا اختر محمد بریالی او ورسره درې نور ملګري یې مړه سوي دي.

د سرچینې په خبره، پېښه وروسته له هغه رامنځ ته سوې چي هایلکس ډوله موټر له سړک څخه اوښتی او چپه سوی.

په وروستیو کي په هیواد کي د ترافیکو پیښو د زیاتېدو راپورونه ورکول کیږي چي لوی لاملونه یې د ترافیکي اصولو ته نه پاملرنه او د سړکونو خرابوالی بلل کیږي.