د بغلان له سېلاب‌ ځپلو سره د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده

د قطر بهرنیو چارو وزارت وايي، د بشري مرستو درېیمه جوپه چي ۴۲ ټنه توکي دي په یوه پوځي الوتکه کي نن د مزارشریف ښار د مولانا جلال‌الدين بلخي هوايي ډګر ته رسېدلې ده.
دغه ورازت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دغو مرستو کي خوراکي او د سرپناه چمتو کولو توکي شامل دي.
دغه مرسته پر داسي مهال افغانستان ته را رسيږي چي په تېرو درې ورځو کي له سېلاب‌ځپلو سره د قطر هیواد د بشرپاله مرستو دوې نوري جوپې هم بلخ ته راليږل سوي دي.
په بغلان کي سېلاب ځپلي له مرستو مننه کوي خو پر خیریه بنسټونو ږغ کوي چي مرستي دوامداره کړي تر څو هلته د خلکو لومړنۍ اړتیاوي پوره سي.