د بلخ د والي وياند: ۵ عرادې سېمرغ موتران راټول او ژر به کورنيو چارو وزارت ته وسپارل سي.

د بلخ د والي ویاند حاجي زيد څراغ نيوز ته وويل، چي د مشرتابه د حکم او د والي حاجي يوسف وفا په سپارښتنه یې په بلخ کي له نظامي کسانو او ادارو څخه ۵ عرادې سېمرغ موټران راټول کړي او ژر به یې کورنيو چارو وزارت ته وسپاري.
حاجي زيد وايي، چي د دې موترانو د راټولو لړۍ په ټول هيواد کي تر سره کیږي.
نوموړي وايي، چي دا موټران يوازي د هغو ادارو څخه اخلي، چي د نظام مربوط وي.
دغه لړۍ د مشرتابه د دوهم ځل امر له مخي تر سره کيږي.