د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، په ۹ بریدونو کي یې د پاکستان پوځ ته درنه مرګ ژوبله اړولې
د دې بېلتون غوښتونکي ډلي ویاند جنید بلوچ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کي ویلي چي جنګیالیو یې په دشت، زامران، کوټه، مشکي، پنجګور، کلات او تمپ کې د پاکستان پر پوځ، د ګازو نللیکي، د اورګاډي پټلۍ، د پاکستاني پوځ ایجنټانو او د کانونو د لېږدونکو وسایطو په شمول پر بیلابیلو هدفونو ۹ بریدونه کړي چي په پایله کي یې دښمن ته د سرومال درانه تاوانونه اوښتي دي.
د خبرپاڼي پر اساس، د کیچ د دشت په زرین بوګ سیمه کي د پاکستان د پوځ پر کاروان د ریموټ کنټرول چاودني په پایله کي د دښمن څلور پوځیان ووژل سول او څلور نور ژوبل سول.
یاد کاروان د هغو بهرنیو ښکاریانو د امنیت ساتلو لپاره ګومارل سوی وو چي بلوچستان ته د نایابه ژوو د ښکار لپاره راغلي وه.
پرون د بلوچستان د ازادۍ پوځ جنګیالیو د زامران په پوګمزان سیمه کي د پاکستان د پوځ پر پیاده ځواکونو د ریموټ کنټرول چاودني برید وکړ چي په پایله کي دوه پوځیان ځای پر ځای ووژل سول او یو بل ژوبل سو.
پرون، په بل برید کي، په کوټه کي د قمبراني سړک پر پولیسو د بم چاودنه وسوه، چي په پایله کي پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته او د هغوی ملکیتونه زیانمن سول.