د بلوڅ ازادۍ پوځ په بلوچستان کي د اورګاډي ۱۸۲ مساپر برمته کړي او یو شمېر یې وژلي

د بلوڅ ازادۍ پوځ ډلي اعلان کړی چي د بلوچستان په دهدار بولان سیمه کي یې د جعفر ایکسپریس پر اورګاډي برید کړی او ۱۱پاکستاني امنیتي سرتېري یې وژلي ۱۸۲مساپر یې پرمته کړي دي.
بلوڅ بېلتون غوښتنونکو ویلي چي د اورګاډي ۱۸۲ مساپر برمته نیول سوي او خبرداری یې ورکړی چي که پوځي عملیات پیل سي دوی به یرغمل سوي کسان ووژني.
د بلوڅ بېلتونپالي ډلي ویاند جنید بلوڅ رسنیو ته ویلي، چي په نیول سویو کسانو کي د ای ایس ای، پولیسو او د پاکستان د پوځ سرتېري شامل دي، خو د اورګاډي نور سپرلي یې خوشي کړي دي.
دې ډلي ویلي، چي دا عملیات د دوی د ځانګړو واحدونو په ګډون د مجید بریګیډ او فتح ګروپ له خوا په ګډه ترسره سوي.
د جعفر ایکسپریس اورګاډی، چي له کوټي څخه پېښور ته روان وو، وروسته له هغه تر برید لاندي راغلی چي لسګونو وسله والو کسانو د تونل دننه په یوه غرنۍ سیمه کي کمین ورته نیولی وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *