په دې لړ کي د نومبر پر نهمه په لورالايي ښار کي دوه ورځنۍ “ولسي جرګه” پيل سوه چي د لورالايي حوزې د شاوخوا ولسواليو د سلګونو ولسي او قبايلي مشرانو ترڅنګ سياسي مشرانو او فعالانو او زرګونو نورو کسانو ګډون پکښي کړی وو.
د جرګې په لومړۍ ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر مشر محمود خان اڅکزي سربېره لسګونه مشرانو او د قومونو استازو ويناوي وکړې او د جرګې د ارزښت او نفوذ تر څنګ يې پښتنو ته پر ورپېښو ستونزو او د هغوی پر حل لارو خپل نظرونه شريک کړل.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ايالتي مشر عبدالقهار ودان وايي چي د جرګې پرېکړي به د عملي کولو لپاره دولت ته وړاندي سي.
محمود خان اڅکزي په لورالايي کي د جرګې ګډونوالو ته وويل چي تر دې وروسته به د ژوب حوزې او کوټي حوزې پر کچه هم د امن لپاره جرګې جوړوي او وروسته به اقدامات کوي.