د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي په ۷ بریدونو کي یې د پاکستان پوځ ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

بلوڅ ازادۍ غوښتونکي وایي، چي د بلوچستان ایالت په بیلابیلو سیمو کي یې د پاکستان پر پوځ اووه بریدونه کړي دي.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي د بلوچستان په تربت، تومپ او پنجګور کي يې لاري او عمومي سړک بند کړی، ۵ پوځیان یې وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.
په خبرپاڼه کي همداراز ویل سوي چي دوی تېره شپه د پنجګور په سارادوک سیمه کي د پوځ پر یوه مرکز له دوو خواوو بریدونه کړي او د دې یو نیم ساعته جګړې په ترڅ کي د پوځ درې سرتیري وژل سوي او لږترلږه ۴ نور ټپیان سوي دي.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ همداراز وايي چي تېره شپه یې ځواکونو د پنجګور په واشبود سیمه کي عمومي سړک بند کړی وو او په ساعتونو یې تلاشي اخیستې ده.
دوی همداراز په څو نورو ځایونو کي هم د بریدونو خبر ورکړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *