د بلوچستان د ازادۍ پوځ پر پاکستاني پوځ د لازیاتو بریدونو خبرداری ورکړی

د بلوچستان د ازادۍ پوځ یو سرتیری بشیر زیب بلوچ وایي، دوی به پر پاکستاني پوځ خپلو خونړیو بریدونو د بلوچستان تر ازادۍ پوري دوام ورکړي.
هغه وايي: «جګړه په متمدن او باعزته توګه نه سي کېدلای، موږ باید خپله جګړه هغه ځای ته ورسوو چي د اسلام اباد، پنجاب، راولپنډي، لاهور او ګوجرانواله خلک را ووځي او پاکستاني حکومت ته ووايي چي په بلوچستان کي جګړه بنده کړئ.»
دا په داسي حال کي ده چي تیره ورځ بلوڅ بېلتونپالو د پاکستاني پوځ پر کاروان خونړی برید وکړ او لسګونو پوځیانو ته یې مرګ ژوبله واړول.