د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کي د رېلګاډو په یوه تمځای کي د ځانمرګي برید له کبله د وژل سویو شمېر ۲۵ ته لوړ سوی او د ډېری نورو ټپيانو روغتیايي حالت هم ښه نه دی.
چارواکو ویلي، په ننني دغه برید کي شا وخوا ۵۰ نور کسان ټپیان سوي دي.
د چارواکو په ونیا، حمله داسي وخت وسوه، چي نږدې ۱۰۰ کسان رېلګاډۍ ته په تمه وه، تر څو له کوټي څخه راولپنډۍ ته ولاړ سي.
د بلوڅانو بېلتونپالي ډلي، د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې حملې مسوولیت منلی او په یوه اعلامیه کي یې ویلي، چي د پاکستان هغه پوځیان یې په نښه کړي، چي د رېلګاډۍ په تمځای کي راټول سوي وه.
په پاکستان کي د پولیسو چارواکي بیا وايي، په وژل سویو کي ۱۴ سرتېري شامل دي.