د بلوچستان د کوټي ښار د رېل په یوه تمځای کي د چاودني په نتیجه کي ۱۷ کسان مړه سوي او لسګونه نور ټپيان سوي دي.
د جرمني خبري اژانس بیا د چارواکو په وینا د مړو شمېر ۲۰ یاد کړی دی او د ټپیانو شمېر ۴۶ یاد سوی او ممکن د مړو شمېر نور هم زیات سي.
چاودنه داسي وخت سوې چي، خلک پر ځايي وخت د سهار شاوخوا نهه بجې په تمځای کي رېلګاډي ته په تمه وه چي له کوټي څخه راولپنډۍ ته ولاړ سي.
بلوڅ بېلتونپالو (د ازادۍ غوښتونکي پوځ) د دې پېښي مسوولیت منلی او په یوه اعلامیه کي یې ویلي، چي دا د پاکستان د پوځ پر غړو یو ځانمرګی برید وو.
په بلوچستان کي له دې وړاندي هم بلوڅ بېلتونپالو پر پاکستاني پوځ او نورو دولتي کارکوونکو دې ته ورته خونړي بریدونه کړي دي.