د دوشنبې په ورځ د بلوچستان په قلات سیمه کي پر پاکستاني ځواکونو یو ځانمرګی برید سوی چي د یوه پاکستاني افسر په ګډون یې یو شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ویل کیږي چي دغه ځان وژونکی برید د یوې ښځي له خوا سوی چي ګمان کیږي د بلوچستان د ازادۍ پوځ اړوند وه.
په دې برید کي د څلورو پوځیانو د وژل کېدو او یو شمېر د ټپي کېدو خبر ورکول سوی خو د مرګ ژوبلي دقیق ارقام تر اوسه نه دي ورکړل سوي.
د بلوڅ بېلتونپالي ډلي په لیکو کي له دې وړاندي هم ښځو پر پاکستاني ځواکونو ځانمرګي بریدونه کړي.