د بلوچستان د ډبرو سکرو په یوه کان کي د ۱۱ ورکو سوو کارګرو مړي تر لاسه سوي دي

پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي، چي ژغورونکي ډلي د هغو ۱۱ کان کیندونکو جسدونه پيدا کړي چي تېره اونۍ په بلوچستان کي د ډبرو سکرو کان د نړېدو له امله مړه سوي وه او په کان کي دننه بند پاته وه.
اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کي وایي، چي د دولسم کارګر د پيدا کولو لپاره لټون لا هم روان دی.
بل لور ته په پاکستان کي د کانونو د کارګرو ټولني مشر سلطان رسنیو ته ویلي، چي د کارګرو د جسدونو په رایستلو کي خپله د کان مزدورانو هم برخه اخیستې ده.
تر دې وړاندي د جنورۍ په لومړۍ نیټه د بلوچستانو په یو شمیر نورو کانونو کي په بیلابیلو پېښو کي درې کارګر وژل سوي او درې نور ټپیان سوي وه.
د کانونو کارګر وایي حکومت د غفلت او بې پروايي له کبله دغه ډول پېښي رامنځته کیږي.