پاکستاني پولیسو د ډیورنډ کرښي ها غاړي ته د بلوچستان په ګردي جنګل سیمه کي افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چي له سبا څخه خپل هیواد افغانستان ته ولاړ سي، خو د شیانو د وړلو اجازه نه لري.
ګردي جنګل هغه سیمه ده، چي هر وخت به له عمومي پرېکړو استثنا وه، کله چي به نور افغانان په زور ایستل کېدل، دوی ته چا څه نه ویل.
په دغه کمپ کي په لوی شمېر شتمن افغانان هم اوسېدل.
اوس خبرداری ورکول سوی، چي هره ورځ باید ۶۰ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لاري خپل هیواد ته ولاړي سي او په تدریجي توګه کمپ خالي کړي.