د بلوچستان ازادۍ پوځ وايي، چي جنګیالیو یې په پنجګور، مستونګ او تمپ کي د پاکستاني پوځ پر سرتېرو او د هغوی پر اکمالاتي وسایطو درې جلا بریدونه وکړل، چي په نتیجه کي یې دغو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
د بلوچستان دا بېلتون غوښتونکي ډله وايي، چي تېره شپه، د دوی جنګیالیو د کیچ په تمپ سیمه کي هغه مهال پر پاکستاني پوځ غلچکی برید وکړ، چي تر ۱۳ زیات پوځیانو پلي ګزمه کوله.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، چي جنګیالیو یې د مستونګ په علیزۍ بای پاس سیمه کي یو پاکستانی سرتېری هغه مهال په نښه کړ، چي پر بایسکل خپل کمپ ته روان وو.
د پاکستان پوځ د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بریدونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.