د بلوچستان په لسبېله کي ترافيکي پیښي ۳ تنه وژلي او ۱۲ ټپیان سوي دي

راپورونه وایي، د بلوچستان د لسبيلې سیمي اوتل ښار ته څېرمه تېره شپه مسافر وړونکی بس او موټر سایکل سره ټکر سوي چي پر مهال یې مسافر وړونکي بس اور اخیستی.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چي پر موټر سایکل په ډبو کي قاچاقي تېل بار وه او د همدې تېلو له امله اورلګېدنه رامنځ ته سوې.
په دې پېښه کي ۳ تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان سوي او بس موټر په پوره توګه سوځېدلی دی.
په بلوچستان کي ترافیکي پیښي اکثره وخت د ترافیکي اصولو د نه عملي کېدو، سړکونو د خرابوالي او موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته کیږي چي زیات شمېر کسانو ته پکښي مرګ ژوبله اوړي.