د بلوچستان ایالت په نوشکي ولسوالۍ کي ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني پوځیانو پر کاروان وربرابر کړی چي د چاودني په پایله کي یې ۹۰ تنه وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان سوي دي.
د راپورونو له مخي، د پاکستاني پوځیانو دغه کاروان چي پکښي اوه ټرانسپورټي بسونه او دوه موټران شامل وه له کوټي څخه د بلوچستان تفتان سیمي ته پر لاره وو.
دغه برید د بلوچستان د ازادۍ پوځ کړی او تر برید وروسته یې د پاکستاني ځواکونو پر یو موټر توغندی هم توغولی دی.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ د مجید لېوا په دې وروستیو کي پر پاکستاني ځواکونو د پراخو بریدونو تر څنګ پر هغوی ځانمرګي بریدونه هم زیات کړي چي د پاکستاني ځواکونو د زیاتي مرګ ژوبلي لامل سوي دي.