د بلوچستان په پښين ولسوالۍ کي چاودني پولیسو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

د بلوچستان د پښين بازار په بای پاس سیمه کي د پولیسو پر موټر چاودني لسو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
له سیمي څخه راپورونه وایي، چي چاودنه نن سهار شنبه شاوخوا لس بجې د پولیسو پر موټر تر سره سوې چي پر مهال یې درې پولیس وژل سوي او درې نور ټپیان سوي دي.
دغه راز په دې چاودنه کي دوو کوچنیانو هم ژوند له لاسه ورکړی او دوه ملکي کسان ټپیان سوي دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومي ډلي پر غاړه نه دی اخیستی خو په بلوچستان کي اکثره دا ډول بریدونه بلوڅ ازادي غوښتونکي کوي.