د بلوچستان په چمن ښار ګوټي کي غلو یو تنکی هلک وژلی او د هغه خور ټپي سوې

ډیورنډ کرښي ته څېرمه د چمن ښار په غني عطار سیمه کي غلو یو تنکی هلک په ډزو وژلی او د هغه خور ټپي سوې ده.
سرچینې وایي، دغه پېښه نن ماښام وختي رامنځ ته سوې.
له سیمي څخه راپورونه وایي، غله یوه دوکان ته د غلا لپاره ورغلي او په دې وخت کي نورو خلکو هڅه کول چي د غلو مخه ونیسي خو د غلو له خوا په ډزو کي یو تنکی هلک او د هغه خور په نښه سوي دي.
تر اوسه د غلو د نیولو او نور زیان په اړه څه نه دي ویل سوي.
د سپين بولدک – چمن تر منځ د دروازې له بندېدو وروسته په چمن کي د غلاوو پيښي ډيري سوي دي.