د بلوچستان په ګوادر سیمه کي د بلوڅانو همږغۍ کمېټه وايي، له حکومت سره له خبرو وروسته له ۱۱ ورځو راهیسي پرلت پای ته رسوي.

دغه کمېټه وايي، د جمعې په ورځ یې له همدې ګوادر څخه د بلوچستان یوې بلي سیمي تربت پر لور لاریون پیل کړی.
د یادوني ده، چي د پرلت پای ته رسولو له اعلان وروسته هم د هغو غوښتنو نوملړ نه دی یاد سوی، چې منل سوي دي.
د بلوڅانو همږغۍ کمېټې د تيري جولای پر ۲۸مه په ګوادر ساحلي ښار کې د بلوچ راجي مچي یا بلوڅانو د قومي اجماع په نامه د یوې غونډي رابللو اعلان کړی وو. په هغه غونډه کې د افغانستان او ایران بلوڅانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل سوې وه.
د بلوڅانو همږغۍ کمېټې ویلي وه، چې د دې غونډي هدف د بلوڅانو ډله ییزي وژني، جبري ورکېدو، بشري حقونو تر پښو لاندي کولو او د بلوڅانو د وسائلو غصب پر ضد د ګډي تګلاري په هکله خبري او بحثونه دي.