د بند امیر ښامارانو د سپین غر پړانګان مات کړه

د لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ په اوومه لوبه کي د بند امیر ښامارانو د سپین غر پړانګانو ته ماته ورکړه .
د بند امیر لوبډلي لپاره صدیق الله اتل ۷۵ محمد شهزاد ۳۹ او حشمت الله شاهدي ۳۰ منډو په جوړولو سره د سپین غر پړانګانو ته ۱۹۳ منډو هدف وټاکه .
د سپین غر پړانګانو یاد هدف پوره نکړ او د ۱۲ منډو په توپیر یې لوبه وبایله.