د بنګله دېش د کرکټ لوبډلي د یکشنبې په ورځ د پاکستان د کرکټ لوبډلي ته د ټست (پنځه ورځنۍ) لوبي کي د لسو ویکټو په توپیر لویه ماته ورکړه

دا لوبه د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کي وسوه.

د کرکټ په پنځه ورځنۍ لوبي کي هره لوبډله دوې پاڼۍ کوي. د پاکستان لوبډلي په خپلي لومړۍ پاڼۍ کي د سعود شکیل د ۱۴۱ او محمد رضوان د ۱۷۱ منډو په واسطه ۴۴۸ منډي وکړې او خپله لومړۍ پاڼۍ یې ختمه کړه.

بنګله دېش د پاکستان د لومړۍ پاڼۍ په ځواب کي په خپلي لومړۍ پاڼۍ کي ۵۶۵ منډي وکړې او په پاکستان باندي ۱۱۷ منډي مخکې سو.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په اساس، دا له ۲۰۱۵ کال راهيسي د بنګله دېش او پاکستان ترمنځ ۱۴مه پنځه ورځنۍ لوبه وه چي بنګله دېش په لومړي ځل وګټله. دولس نوري لوبي پاکستان ګټلي او یوه یې مساوي سوې وه.